د طالبانو د پسرلني عملیاتو په اړه د خلیلزاد ټویټ
وحيد فقيري
د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلام بېباکانه او خطرناکه دی. د طالبانو دا کار د حکومت د امنیتي پلان د اعلام په مقابل کي یو غیر مسولانه عکس العمل دی، ځکه تشدد د حل لاره نده. افغانانو په ډاګه د سولي لپاره خپله ګډه مطالبه اعلام کړې ده.
د دې اعلام په کولو سره، طالب مشرانو د عامو افغانانو برحقه مطالبې ته منفي جواب ووایه. د تشدد او جنګ زیاتوالی به د سولي د هلو ځلو سره مرسته و نه کړي. که چیري دا پلان عملي سي، دا به د افغانانو ناخوالي او کړاونه لا زیات کاندي، او په رزهاوو تلفات رامینځته کړي.
په داسي حال چي ګرده افغانان باید سره متحده سي، او د خپل مستقبل د جوړولو لپاره خبري سره پیل کړي، د طالبانو د جنګ اعلان دا ښيي چي هغوی لا تر اوسه پوري په ماضي کي بند پاته دي. زیاتره طالب قومندانان او جنګیالي او ځیني طالب مشران د دې اعلان مخالفت کوي.
ګرده افغانان باید دا اعلان وغندي. د متحده ایالاتو په استازیتوب زه د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان غندم، او پر پاکستان، قطر، او نورو هغو هیوادونو چي په افغانستان کي سوله غواړي ږغ کوم چي هغوی يې هم وغندي.
امریکا او ملګري به یې د افغان امنیتي قواوو تر څنګ ودرېږي، څو په افغانستان کي جنګ ختم کړو. او په عین زمان کي،موږ به خپلو هغو کوښښونو ته دوام ورکړو چي هدف يې د مذاکراتو مېز ته د جنګي طرفونو راکشول دي.
د افغانانو مرګ ژوبله باید ختمه سي. ټولي خواوي باید غیر ضروري تشدد ختم کړي، او پر ځای یې بین الافغاني ډایالوګ ته مخه کړي، څو داسي سیاسي مذاکراتو ته لاره اواره سي چي سیاسي روغه جوړه رامینځته کړي، او دا اوسنی جنګ سږ کال ختم کړي. افغانان سوله غواړي او متحده ایالات د افغانانو سره څنګ پر څنګ ولاړ دي.