دکندهار پولیسو بهر ته د پنځو کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونيول.

دکندهار پولیسو بهر ته د پنځو کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق مخه ونيول.
د کندهار د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کي راغلي چي لس کسان هغه مهال ونیول سول چي غوښتل یې پنځه کیلو ګرامه هیروئین په خپلو خېټو کي د کندهار هوايي ډګر له لاري هند ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې پولیسو تېره اوونۍ هم د کندهار هوايي ډګر له لاري هند ته د هیروئینو د قاچاق په تور څلور کسان نیولي وو.