خلیلزاد د پاکستان او قطر څخه غوښتي ترڅو د طالبانو عملیات وغندي.

خلیلزاد د پاکستان او قطر څخه غوښتي ترڅو د طالبانو عملیات وغندي.
وروسته له هغه چي پرون وسله والو طالبانو د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل، سمدستي د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ئې په غبرګون کي نه یوازي دغه عملیات وغندل، بلکي د پاکستان او قطر په ګډون ئې د یو شمېر نورو هېوادونو څخه هم وغوښتل چي د هغوئ د پسرلنیو عملیاتو د اعلان مخالفت او غندنه وکړي.
خلیلزاد پر ټولو فغانانو ږغ کړی تر څو یاد عملیات وغندي او د سولي لپاره په ګډه لاسونه سره ورکړي.