د انګلستان په پرېمييرلیګ کي ټوټینهام لوبه وګټل.

د انګلستان په د EPL په (۳۳مه) اونۍ کي ټوټینهام په خپل کوربه توب د هوډرزفیلډ څخه ۴ پر صفر لوبه وګټل.
دا لوبه چي د لندن په (ټوټینهام هاټسپر) سټوډیوم کي وه، په (۲۴مه) دقیقه کي ئې (ویکټور وانیاما) ګول ولګوی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه، خو تر ده وروسته (لوکاس مورا) هېټریک یا درې ګولونه په (۲۷مه، ۸۷یمه او ۹۳یمه) دقیقه کي ولګول او لوبه ئې ۴ پر صفر ټوټینهام ته د (۵۸۳۰۸) مینه والو په موجودیت کي ور وګټل.
د یادوني وړ ده، چي ټوټینهام په دې بریا سره د پرېمييرلیګ د جدول درېیم مقام ته د (۶۷) نمرو په درلودلو سره پورته سو، خو که چيري چېلسي خپله لوبه د لېورپول څخه وګټي، نو بیرته به دوی څلورم مقام ته ولاړ سي.