د خلیلزاد ټویټ
وحید فقیري.
موږ دا جنګ نه دی تپلی. څو لسیزي کېږي چي افغانستان په جنګ کي لتاړ دی، او کله نا کله په داخلي جنګ کي راګیر وي. پدې جنګونو کي په لسهاوو زره بې ګناه ملکي کسان وژل سوي دي.
افغانان ترجیح ور کوي چي د بل جنکي موسم پر ځای د پرمختګ بله چاره وسنجول سي.
متحده ایالاتو د سولي خبري ځکه شروع کړې چي جنګ د حل لاره نده. د دې خبرو په جریان کي ما د تشدد د راکمولو لپاره ځيني لاري چاري وړاندي کړي دي. البته د تشدد د راکمولو لپاره طالبانو زموږ دا وړاندیزونه راسره و نه ومنل، نو لهذا طالبان دا روان تشدد لا اوږدوي. د افغان ولس ته باید دا اجازه ور کړه سي چي دا قضاوت وکړي چي ایا د طالبانو هغه اعلامیه چي جنګ لا تشدیدوي د حل لاره ده او کنه.
د تلفاتو د راکمولو تر ټولو چټکه لاره پر اور بند باندي موافقه ده. د طالبانو مشرتابه باید خپلو استازو ته اجازه ور کړي چي د مذاکراتو مېز ته راسي. زه به په دوامداره توګه دا کار ته ادامه ور کړم.
د افغان ولس د یو هر اړخېز اور بند جوګه او غوښتونکی دی، او داسي مذاکرات غواړي چي نتیجه یې یوه جامع او تلپاتې سوله سي.امریکا د افغان ملت سره اوږه په اوږه ولاړه ده.