د کندهار او روزګان موټر چلونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دی

د کندهار او روزګان تر منځ د لويي لاري موټر چلوونکي وایي حکومت یې پر هغه لاره تګ ته مجبوروي، چي وسله والو طالبانو ماینونه پر ښخ کړي او د غرو له سرونو ور باندی ډزي کوي.
دوی اوس د کندهار ولایت مخ ته اعتراض کړی.
ولايت مقام وايي، ددوی يې د ستونزو د حل په موخه امنيه قومندانی ته ليږلي او ستونزه به يې ژر حل کړي.