حکومت وايي، په دولتي ادارو کي د ښځو دونډي د پراختيا لپاره ځانګړي امتيازات په پام کي لري.

د کندهار سيمه ايز چارواکي ښځو ته ددولتي ادارو په ازمونيو کي د پنځه فيصده امنتياز، لومړيتوب، د کاري چاپيريال او امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکوي.
په کندهار کي دامهال نژدې زر دولتي چوکۍ خالۍ دي خو د کندهار چارواکي داځل ددې چوکيو د ډکېدو ازموينو ته دنارينه وو ترځنګ، ښځو ته هم بلنه ورکوي.
خو د حکومتولۍ له برخي څخه فارغه انجوني بيا وايي، چي په دولتي ازموينو کي لا شفافيت موجود ندی او دوی يې مايوسه کړي دي.
نن د پروموټ له يو کلن پروګرامه ۴۷ انجوني، له مديريت، رهبرۍ، پاليسي او ستراتيژي جوړولو او کمپيوتر پرورګرامونو څخه فارغه سوې.