د هسپانيې په لالیګا کي ریال ماډریډ د لیګانیز سره لوبه مساوي کړه.
د لالیګا په (۳۲مه) اونۍ کي ریال د لیګانیز سره د هغو په کورني سټوډیوم (مونیسيپل دي بوتارک) کي لوبه درلودل، چي ۱ پر ۱ ئې سره مساوي کړه.
په دې لوبه کي ریال ته د اولي نیمايي په آخره کي (جانَتن کریسټييَن سیلوا) یو ښه ګول ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه، خو کله چي دوهمه نیمایي شروع سوه، نو ۶ دقیقې وروسته د ریال (کریم بېنزیما) هم یو ښه ګول لیګانیز ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر ۱ مساوي کړه، چي په داغه نتیجه هم د (۱۲۱۱۸) مینه والو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي ریال اوس د لالیګا د جدول په درېیم مقام کي (۶۱) او لیګانیز په یوولسم مقام کي (۴۱) نمرې لري.