خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کینګز ايلېون پنجاب د راجیستان رویالز څخه جالبه لوبه وګټل!

د هند په IPL کي (۳۲مه) لوبه د پنجاب او راجیستان لوبډلو تر مینځ وه، چي د (۱۲) منډو په توپير پنجاب وګټل او د جدول څلورم مقام ته د (۱۰) نمرو په درلودلو سره پورته سول.
په لوبه کي اول بېټینګ د پنجاب لوبغاړو وکئ او په شل آوره کې د (۶) ویکیټو په بایللو سره رویالز لوبغاړو ته (۱۸۳) هدف ورکئ.
د دوی په لوبغاړو کي (لوکېش راهول ۵۲) منډي وکړلې او د رویالز په بالرانو کي (جوپرا ارچر ۳) او (جې دېو اوناډکټ و دهاول کُلکرني) یو یو ویکیټ واخیستی.
کله چي رویالز لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې پوره نه کړ، ځکه دوی په شل آوره کي د (۷) ویکیټو په بایللو سره (۱۷۰) منډي وکړلې او لوبه ئې د (۱۲) منډو په توپیر پر پنجاب بایلل.
د دوی په لوبغاړو کي (راهول تريپاټي ۵۰) منډي وکړلې او د پنجاب په بالرانو کي (محمد شامي، اشوین او ارشدیپ سینګ) دوه دوه او (موروګون اشوین) یو ویکیټ واخیستی، چي په لوبه کي د ښه بالینګ په خاطر (اشوین) د لوبي غوره لوبغاړی هم و ټاکل سو.
د یادوني وړ ده، چي د IPL (۳۳مه) لوبه سبا ماښام د (چینای سوپرکینګز او سنرایزرز حیدراباد) لوبډلو تر مینځ ده.
……………