خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

دولسی تحریک اعلامیه!

راځی چی د سولی پروسه د سبوتاژ څخه وژغورو.
هیواد وال خبردی چی د څو میاشتو راهیسی دطالبانو اوامریکا د خوا په افغانستان کښی د سولی د تامین په خاطر په قطر او نورو هیوادونو کښی دسولی مذاکرات روان دی.
خوشبختانه چی پدی مذاکراتو کښی تر بل هر وخت ښه پرمختګ هم شوی دی او دافغانانو په زړو نو کښی د سولی هیلی راژوندۍ شوی دی.
خو په ډیر افسوس سره باید ووایو چی دحکومت مشران د خپل اقتدار دساتلواو دوام په خاطرپه منظم ډول دسولی پروسه سبوتاژ کوی اوپه لاره کښی یی خنډونه ایجادوی چی ژوندی مثالونه یی په لاندی ډول وړاندی کیږی.
1:- دملی وحدت حکومت مشر ښاغلی اشرف غنی دامریکا جمهور رئیس ښاغلی دونالد ترمپ ته لیک ولیږلی او په هغه لیک کښی یی د ټرمپ څخه غو ښتنه کړیوه چی امریکایی عسکر(د جنګ اصلی عامل)دافغانستان څخه مه باسۍ اوداسی نور،دلیک متن امریکا یانو رسوا کړی او ډیرپه تعنه امیز ډول یی وویل چی د عراق جمهور رئیس دعراق څخه د امریکا یی عسکرودوتلویعنی داشغال دختمیدوغو ښتنه کول خوبرعکس اشرف غنی بیا په افغانستان کښی د امریکا یی عسکرو د پاته کیدویعنی داشغال ددوام غوښتنه کوی چی داعمل دسولی د پروسی سبوتاژ دی.
په ډیر افسوس سره باید ووایو چی داشرف غنی دا لیک به د افغانستان د تاریخ په هغه تور فصل کښی ثبتیږی چی راتلونکی ازاد نسلونه به یی په لوستلوحیرانیږی .
2:- دحکومت مشرانو د ملی امنیت مشاورښاغلی محب امریکا ته ولیږی او هلته یی امریکا یانو ته تعنی ورکړی چی تاسو د هغه چا سره د سولی مذاکرات کوی چی ستاسو څو زره عسکر یی در وژلی او ټپی کړی دی او داسی نور… خودهغه (45000) افغا ن سرتیرونوم یی پر خوله را نه وړی چی ددوی داقتدار دپاره شهیدان شوی دی.
په امریکا کښی د ملی امنیت د مشاورښاغلی محب څرګندونی داسلامیت او افغانیت داصولو پر اساس دسولی دپروسی ښکاره سبوتاژوو.
3:- ددی د پاره چی د سولی روان مذاکرات سپوتاژ کړی ښاغلی اشرف غنی د خپل غوړه مالانو اوچپلوسانو په مشوره د غریب ، وږی،تږی،ناروغ ،معیوب او بی ځایه شوی افغان دبیت المال په سلګونو میلونو افغانیو په لګښت یوه غیری قانونی مشورتی لویه جرګه راغوښتی ده چی فیصلی او مشوری یی هیڅ ډول قانونی مشروعیت او داجرا قابلیت نلری.
ښاغلی اشرف غنی غواړی چی ددی غیری قانونی جرګی مشوری او فیصلی دیوبهانی په ډول د سولی د مذاکراتو خلاف استعمال کړی.
4:- ارګ نن د قطر د بین الافغانی مذاکراتودپاره د (250) نفرو لیست اعلان کړی چی د هغوی اکثریت په شعوری ډول د سولی مخالفین اود ښاغلی اشرف غنی بلی ګویان دی .
ولسی تحریک پدی باوردی چی طالبان به دا ډله د خبرو د پاره ونه منی اودحکومت دا عمل په حقیقت کښی دسولی د پروسی په جریان کښی د بین الافغانی مذاکراتو سبوتاژ دی.
ګرانو هیواد والو سوله دافغان مظلوم او جنګ ځپلی ملت اشدترین ملی ضرورت دی هر څوک چی د سولی دپروسی په وړاندی خنډونه پیدا کوی هغه دسولی او دافغان ملت دښمن دی.
د ملی وحدت ولسی تحریک دافغان نجیب ملت ددستار پر سړو، سیاسی احزابو،قومی مشرانو، مدنی ټولنو او نورو ټو لنیزو قوتونو ږغ کوی چی راځی داسلامیت او افغانیت پر اصولو سره راټول شو اودیو ملی متحد قوت په حیث دسولی پروسه دسولی ددښمنانود سبو تاژ څخه وژغورو.
په درنښت
د ولسی تحریک د مشر تابه لخوا.