رونالډو اوټ سو او مېسي د چمپېنزلیګ سیمي فاینل ته و وتی.
د چمپېنزلیګ د کوارټرفاینل په برګشت لوبو کي د رونالډو ایټالوي کلب (یوونتوس) پر (آیاکس) ۲ پر ۱ لوبه بایلل او د لیونل مېسي (بارسلونا) د مانچیسټریونایټیډ څخه ۳ پر صفر لوبه وګټل، چي په دې سره مېسي د چمپېنزلیګ سیمي فاینل ته ووتی او رونالډو د داغه لیګه اوټ سو.
د یوونتوس او آیاکس رفت لوبه ۱ پر ۱ مساوي سوې وه او په دوهمه لوبه کي هم اول ګول رونالډو آیاکس ته ورکی، خو د یوونتوس د کمزوري دفاع په خاطر دوه ګولونه پرله پسې وخوړل او رونالډو د (۲۰۱۰/۱۱) فصل څخه را وروسته په لومړي ځل د دې لیګ سیمي فاینل ته و نه وتئ.
بل خوا بیا بارسلونا د یونایټیډ څخه رفت لوبه د هغو په کور کي ۱ پر صفر ګټلې وه، خو برګشت ئې خپل په کور کي ۳ پر صفر وګټل.
د بارسلونا له پاره په برګشت کي لیونل مېسي دوه ګوله ولګول او یو ګول کوټینیو ولګوی، چي په دې سره بارسلونا درې کاله وروسته د چمپېنزلیګ سیمي فاینل ته و وتل.
د یادوني وړ ده، چي بارسلونا به د لېورپول یا پورټو سره په سیمي فاینل کي را ووزي او آیاکس به د ټوټینهام یا مانچیسټرسیټي سره.