ټاکل سوې ده چي نن په کندهار کي د سولي يو لوی لاريون تر سره سي.
د کندهار د سولي شورا مسولین وايي، نن پنجشنبه په دغه ولايت کي د سولي يو لوی لاريون تر سره کیږي.
د غه لاریون لپاره د امنیتي تدابیر تر څنګ، د ښار مرکزي جادې هم د ټرافیکو پر مخ تړل سوي دي.
د سولي شورا رئيس وايي، په دغه لاريون کي ښځينه او نارينه ګډون کولای سي او يوازي به د سولي او اوربند ږغ پورته کوي.
تېره ورځ د کندهار د سولي شورا رئیس شيراحمد حقیار په يوه خبري کنفرانس کي وويلي وه چي سبا پنجشنبه په کندهار کي د سولي اړوند لوی لاریون کيږي، چي د ښار تر څنګ به د ولسواليو زيات شمېر نارينه او ښځينه په کښي ګډون وکړي.
دغه راز حقيار وويل، ياد لاریون هيڅ سياسي اړخ نه لري او يوازي د خلکو ږغ دئ، چي دوی يې د سولي لپاره پورته کوي.
په دې وروستيو کي په افغانستان کي د سولي خبري ډېري ګرمي سوي، چي خلک يې سولي ته لېواله کړي او هغوی یې ملاتړ کړی دئ.