خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د هند په IPL کي RCB د KKR څخه ښه لوبه وګټل.

د اینډيين پرېمييرلیګ (۳۵مه) لوبه د رویال چلېنجرز بېنګلور او کلکته نایټ رایډرز تر مینځ، د دې فصل د جذابو لوبو څخه ګڼل کیږي.
دا لوبه چي د لسو منډو په توپير RCB وګټل، اول بېټینګ هم دوی وکئ او په شل آوره کې د ۴ ویکیټو په بایللو سره KKR ته (۲۱۴) هدف ورکئ.
د دوی په لوبغاړو کي (ویرات کهولي ۱۰۰ او مويين علي ۶۶) منډي وکړلې، خو کله چي د کې کې آر لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو دا لوی ورکړل سوی هدف ئې ور پوره کولای سوای، ځکه د دوی په لوبغاړو کي (نیتېش راڼا) په (۴۶) باله (۸۵) منډي او رسیل په (۲۵) باله (۶۵) منډي وکړلې، خو کله چي رسیل د کهولي او مووين علي له خوا (رن اوټ) سو، نو لوبه ئې له لاسه و وتل او د لسو منډو په توپير ئې بایلل.
دا چي ویرات کهولي خپل کلب ته په خپلو سلو منډو لوبه ور وګټل، نو ځکه د لوبي غوره لوبغاړی هم و ټاکل سو.
آر سي بي د جدول په اخیر کي تر ۹ لوبو وروسته (۴) نمرې او کې کې آر په شپږم مقام کي تر (۹) لوبو وروسته (۸) نمرې لري.
د یادوني وړ ده، چي نن راجیستان رویالز هم د ممبی اینډیینز څخه د سټیو سمیت په کفتانۍ لوبه وګټل.