په اروپا لیګ کي هم د چمپېنزلیګ په رقم لوبه وسوه!
په اروپا لیګ کي د سالویا پراګ او چېلسي تر مینځ لوبه هم کټ مټ د ټوټینهام او چېلسي په رقم لوبه وه، ځکه په دې لوبه کي هم ۷ ګوله ولګېدل، چي ۴ پر ۳ د چېلسي په ګټه سوه او د داغه لیګ سیمي فاینل ته و وتل.
د دې لوبي رفت لوبه د پراګ په کوربه توب وه، چي ۱ پر صفر چېلسي وګټل، خو برګشت ئې د چېلسي په کوربه توب وه، چي بیا هم چېلسي ۴ پر ۳ وګټل.
په دې لوبه کي د چېلسي د پاره (پېډرو روډریګیز) دوه ګوله، یو ګول اوليوييرجیروډ او یو ګول د پراګ (سېمون ډېلي) پر خپل ځان ولګوئ، چي په دې سره پراګ د اروپا لیګ څخه اوټ سوه او چېلسي د داغه لیګ سیمي فاینل ته و وتل، چي هلته به د اینتراخت فرانکفورټ سره لوبیږي.
د یادوني وړ ده، چي په داغه لیګ کي آرسینال هم د ناپولي څخه ۱ پر صفر لوبه وګټل، چي هغه به بیا په سیمي فاینل کي د والېنسیا سره لوبیږي.