مانچیسټرسیټي د ټوټینهام څخه خپل کسات واخیستی!

مانچیسټرسیټي او ټوټینهام د چهارشنبې تر چمپېنزلیګ وروسته، چي ټوټینهام مانچیسټرسیټي د چمپېنزلیګ څخه اوټ کړل، یو ځل ئې بیا په (پرېمييرلیګ) کي لوبه درلودل، چي ۱ پر صفر مانچیسټرسیټي وګټل او د کسات اخیستلو تر څنګ د پرېمييرلیګ د جدول اول مقام ته پورته سول.
دا لوبه چي د مانچیسټرسیټي په اتحاد سټوډیوم کي وه، په پينځمه دقیقه کي د سیټي (پيل فوډین) په هیډ یو ښه ګول ټوټینهام ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه، چي تر دې وروسته بیا بل ګول نه دئ لګېدلی او لوبه د سیټي په ګټه خلاصه سوه.