خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د لیکوال، شاعر او استاد حیات الله رفیقي یاد غونډه جوړه سوه

محمد ابراهیم سپېڅلی

په دې غونډه کي، چي د اطلاعات اوفرهنګ ریاست او لوی کندهار ادبي بهیر په ګډه جوړه سوې وه، پکښي د کندهار ښار او ولسوالیو یوشمیر شاعرانو، لیکوالانو، استادانو او ښوونکو برخه اخیستې وه.

غونډه د لوی کندهار د ادبي بهیر د یوتن فعال غړي حبیب الله قلم په وینا پرانیستل سوه.

نوموړي (د لوی کندهار ادبي بهیر)پر تیرو لاسته راوړونو او راتلونکي پلانونو خبري وکړې اوله اطلاعات اوفرهنګ ریاست څخه يې مننه وکړه، چي ددغه بهیر په پیاوړتیا کي يې د پام وړ همکاري کړې ده.

ورپسې لیکوال او ژورنالیسټ محمدابراهیم سپېڅلي د استاد حیات الله رفیقي ژوندلیک ولوست او زیاته يې کړه، استاد رفیقي د شاعرۍ اولیکوالۍ ترڅنګ یو مدبرمدیر او یو مخور سپین ږیری دی، چي کتابونه او خبري يې د ځوانو څیړونکو لپاره ښه ماخذونه دي.

ورپسې نجیب الله هوتکي، استاد فضل محمد پنهان، مطیع الله ذهین، حاجي مسعود فروتن، محمد نبي سلطاني، زلمي توریال، بریالي فیضي اونوراحمد قرانمل د استاد د پوهیدلي ژوند اثارو پر بیلا بیلو اړخونو مقالې ولوستې.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د پښتو ژبي محتاط څیړونکي استاد محمد معصوم هوتک، د غونډي د ارزوني په موخه د استاد رفیقي دادبي او پوهنیز ژوند په اړه یوڅو زړې خاطرې له حاضرینو سره شریکي او دغه ډول د ژوندیو او حقدارو قلموالو په ویاړ،غونډي جوړول يې ډېر پرځای کار یاد اود دوامدار ساتلو هیله يې وکړه.

استاد رفیقي ( ۷۶) کاله ترمخه په کندهارښارکي زېږېدلی دی

له مافوق لیسانس زده کړو وروسته د کندهار د عالي دارالمعلمین استاد، تدریسي مرستیال او بیا رييس ټاکل سوی دی.

نوموړي پر اوږدې معلمۍ سربیره د کندهار د پوهنتون او پوهي ریاستونو رییس هم پاته سوی دی.

استاد رفیقي ۶ چاپ، ۳ ناچاپ او ۴ ترکار لاندي کتابونه لري.

اوسمهال پر کور ناست او کومه دولتي وظیفه نه لري.