د شهید داود خان کورنۍهغه غړي، چي د ثور په کودتا کي ووژل سول

دا د شهید سردار محمد داود د کورنۍ د هغو ۱۶ تنو عکسونه او لنډ معلومات دي چي له ده سره یو ځای په شهادت ورسول سول. کېدای سي دا عکسونه د افغانستان د تاریخ لیکونکو په ښه ورسي. هر عکس د هغه شخص په اړه لنډ معلومات لري.

د داود خان وریره د نعیم خان لور چی د وژل کیدو پر مهال یی عمر ۱۳ کاله وه.

وايگل (د خپل نيکه ولسمشر محمد داود په غېږ کې). وايگل د سردار ويس زوى و چې د وژل کېدو پرمهال يې ايله درې کاله عمر درلود.

بلقيس (د ولسمشر خښينه، د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه خور)، د وژل کېدو پر مهال عمر٥٦ کاله (هډونه يې لا نه دي پېژندل شوي).

سردار خالد (د ولسمشر زوى چې له وېس سره غبرگونى و). عمر يې د وژل کېدو پر مهال ٣١ کاله وو.

سردار عمر (د ولسمشر مشر زوى) چې د وژل کېدو پر مهال ٤٣ کلن و.

سردار نظام (د ولسمشر زوم، د مخکني صدراعظم شاه محمود خان زوى) چې د وژل کېدو پر مهال ٤٣ کلن و.

سردار وېس (د ولسمشر زوى چې له خالد سره غبرگونى و). عمر يې د وژل کېدو پر مهال ٣١ کاله وو.

شيما (د ولسمشر نږور، د سردار وېس مېرمن له خپل زوى حارث سره). د شيما عمر د وژل کېدو پر مهال عمر ٣١ کاله، د حارث عمر د وژل کېدو پر مهال ٥ کاله وو.

شينکۍ (د ولسمشر لور)، د وژل کېدو پرمهال يې عمر ٣٨ کاله وو.

صفورا (د ولسمشر ورېره، د سردار محمد نعيم لور)، د وژل کېدو پر مهال عمر ٤١ کاله وو.

غزال (د ولسمشر لمسۍ، د سردار عمر لور)، د وژل کېدو پر مهال عمر ١٣ کاله وو.

محمد نعيم خان (د ولسمشر ورور) چې د وژل کېدو پر مهال ٦٧ کلن و.

مېرمن زېنب (د ولسمشر مېرمن، د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه خور)، د وژل کېدو پر مهال يې عمر ٦١ کاله وو.

مېرمن عايشه (د ولسمشر خور)، د وژل کېدو پر مهال يې عمر ٥٤ کاله وو.

هيله (د ولسمشر لمسۍ د سردار عمر لور) د وژل کېدو پر مهال عمر ١٦ کاله (هډونه يې لا نه دي موندل شوي)

زرلښته (د ولسمشر لور) د وژل کېدو پر مهال يې عمر ٢٣ کاله وو.
منبع: بي بي سي