خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

یوونتوس اتم وار پرله پسې سیریا آ وګټل.

ایټالوي کلب یوونتوس د اتم وار له پاره پرله پسې د دې هیواد معتبره لیګ سیریا آ وګټل، چي تر اوسه د اروپا په پینځو معتبرو لیګونو کي یوه کلب هم پرله پسې اته واره د خپل هیواد لیګ نه دئ ګټلی، یوازي د فرانسې لیون لوبډلي، اووه واره د خپل هیواد لیګ ون د ۲۰۰۱ څخه تر (۲۰۰۷) پوري ګټلی وو.
د یوونتوس د نارینه وو لوبډلي تر لیګ ګټلو دوه ساعته وروسته د دوی ښځینه لوبډلي هم د ویرونا څخه ۳ پر صفر لوبه وګټل او هغوی هم دوهم کال پرله پسې د ښځینه سیریا آ ګټونکي سوې.
یوونتوس د ایټالیا هغه لوبډله ده، چي اوس کریسټیانو رونالډو پکښي لوبیږي، چي په دې سره رونالډو هم د نړۍ یوازینی لوبغاړی سو، چي درې معتبر لیګونه ګټي.
رونالډو د سیریا آ دمخه دوه واره د هسپانيې لالیګا او درې واره د انګلستان پرېمييرلیګ ګټلی، چي تر اوسه د نړۍ هیڅ لوبغاړي هم دا درې معتبر لیګونه نه دي ګټلي.
د یادوني وړ ده، چي یوونتوس ته تر دې وروسته ۵ لوبي نوري په لیګ کي پاته دي، خو هغه که بایلي یا وګټي فرق نه کوي.