خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د پستې کښت په اړه ضروري لارښووني!

ليکنه : انجنير مسعودشاه احمدي
دا چي نن سبا په کندهار کي د پستې باغونه ورځ تر بلي زياتيږي او خلګ دې ته ليواله دي چي ښه د پستې باغونه ولري نو يو لړ ستونزي رامنځته سوي او رامنځته کيږي .
زياتره خلګ د پستې باغونه په تجارتي او غير مسلکي کسانو جوړوي چي عمده ستونزه ئې په باغونو کي د فاصلې د نه مراعتولو اړوند پيښه کړې ده ، ځکه دوى ايران ، ترکيه او امريکا ته په کتو د هغوى پر پله قدم ايږدي او د پستې بوټو او قطارونو تر منځ فاصله ډيره کمه راولي چي 2×3 يا 1.5 ×5 يا هم 2×4 او 2×5 اندازې ورته انتخابوي ، او د پستې د تجار عمده هدف د زياتو نهالانو پلورل وي ځکه نو د باغدار آينده په نظر کي نه نيسي .
چي دغه اندازې لاندي ستونزي رامنځ ته کوي :
1: د ښاخبري ستونزي .
2: د غذايي موادو کمښت .
3: د ريښو نښليدل .
4: د باغ ګڼيدل .
5: په باغ کي د ماشينري نه چليدل .
6: د هوا جريان کميدل .
7: د آفاتو او امراضو ډيريدل .
اوس به د معيار او علمي تحقيق سره سم د باغ جوړولو لپاره د پستې نهالانو ايښودلو اصلي فاصلې هم په لاندي توګه درته وليکم .
د پستې بوټى د 20-30 فوټه لوړي خواته غټيږي چي د سايوان اندازه ئې تقريبا 4-6 متره هرو مرو رسيږي نو موږ بايد د ښه باغ ايښودلو لپاره لاندي اندازې په نظر کي ونيسو :
د قطار فاصله 6 متره ×د بوټي فاصله 6 متره
د قطار فاصله 6 متره ×د بوټي فاصله 5 متره
د قطار فاصله 5 متره ×د بوټي فاصله 5 متره
د قطار فاصله 5 متره ×د بوټي فاصله 4 متره
د قطار فاصله 4 متره ×د بوټي فاصله 4 متره
په لوړو اندازو کي تر ټولو کمه او د ستونزي په وخت کي د انتخاب وړ اخري 4×4 اندازه ده چي د ځمکي او اوبو د کمښت له خاطره کولاى سو چي ورته انتخاب ئې کړو .
د دغو فاصلو مراعتولو ګټي په لاندي توګه دي :
1: د بوټو په داخل کي داخلي کرنه .
2: د ماشينري اسانه چلول.
3: د هوا د جريان موجوديت .
4: د آفاتو او امراضو کنترول .
5: د غذايي موادو پريمانه موجوديت .
6: د ښاخونو څلور طرفه پريښودل .
7: د ښاخبري اسانتياوي .
يادونه : لوړه ليکنه مي د ټولو مسلمانو د ګټي او وطن د آبادي په موخه کړې ده تر څو هر مسلمان ته د پستې اړوند معلومات ورسيږي .
#باغداري