خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اصغر افغان د لوبډلمشرۍ مسوليت رسماً ګلبدين نايب ته وسپاره

په سويلي افريقا کې د ملي د لوبغاړو تمريناتي کمپ پر مهال پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیز الله فضلي او ملي لوبغاړو په موجودیت کې د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ خولۍ او چارې رسما نوي لوبډلمشر ګلبدين نايب ته وسپارلې او نوموړي ته یی مبارکي ویلو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د اړتيا په صورت کې به د لوبو پر مهال ګلبدين نايب سره اړينې مشورې شريکوي او ورسره به همکاره وي. په دغه ناسته کې ګلبدين نايب د اصغر افغان لاسته راوړنې وستايلې او همدارنګه يې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له اعتماد او باور مننه وکړه. نوموړي زياته کړه چې په دې لوى مسووليت کې به هڅه کوي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان درې رنګه بېرغ ورپوي او هېوادوالو ته د ډېرو خوشحاليو زېري ورکړي.
ټاکل شوې سبا سهار ته د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې نوملړ هم اعلان شي.