د دهوني پر ښې لوبي سربېره بیا هم چیناي سوپر کینګز لوبه بایلل.
په هندي پرېمييرلیګ کي (۳۹مه) لوبه د دهوني د لوبډلي چینای سوپر کینګز او کهولي د رویال چلېنجرز بېنګلور تر مینځ وه، چي د یوې منډي په توپیر بېنګلور یا RCB بي وګټل.
په دې لوبه کي اول بېټینګ آر سي بي وکئ او په شل آوره کې د (۷) ویکیټو په بایللو سره چینای لوبغاړو ته (۱۶۲) هدف ورکئ.
د دوی په لوبغاړو کي (پارتیو پټېل ۵۳) منډي وکړلې او د چینای په بالرانو کي (ديپک چاهار، ډوېن براوو او رویندره جدېجا) دوه دوه او عمران طاهر یو ویکیټ واخیستی.
کله چي د چینای لوبغاړي بېتینګ ته راغلل، نو د دهوني تر راتګه ئې لوبه له لاسه وتلې وه، اما هغه په ښه بېټینګ سره لوبه تر آخیر آوره داسي را ورسول، چي په یوه آور کي ئې (۲۶) منډي غوښتلې.
دهوني په آخیرو (۵) بالونو (۲۴) منډي وکړلې اما اخیري بال ئې خطا کئ، او شاردول ټاکور د پارتیو پټېل له خوا رن اوټ سو، چي په دې سره آرسي بي لوبه د یوې منډي په توپیر وګټل.
که څه هم په دې لوبه کي دهوني (۸۴) منډي وکړلې اما بیا هم پارتیو پټېل د لوبي د ګټلو په خاطر د لوبي غوره لوبغاړی و ټاکل سو.