خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

او سوله ښه ده

 

ګل آغا احمدي وردك

او سوله ښه ده یوه خبره چې بیا بیا تکراریږي او د تاریخ په دې حساس پړاو کې د هر افغان د زړه آواز او د هیلو غوټۍ ده، په ګران افغانستان کې سوله، ورورګلوي، یووالی، تعلیمي پراختیا، بیا رغونه او هر اړخیز پرمختګ ګڼل کېږي چي زموږ وګړي کابو نیمه پیړۍ پسې ستړي، لالهانده او سرګردانه دي.

سوله هغه آرمان دی چې د هر سوله ییز او ځورېدلي افغان د هیلو په تار تړلې او په افغانستان کې یې تامین ته د زړه له تل څخه هیله من دي څو خپل هېواد ته په رښتینې معنی سوله راولي. همدارنګه افغانان غواړي چې د خپل ژوند هراړخیز ارزښتونه د سولې تر رنګین، ښکلي او زرین چتر لاندې د نیکمرغۍ په لاره سم کړي.

سوله هغه بنسټ دی چې د انسانانو هر اړخیزې بریاوې پرې تړلې او د ژوند د روښانه خوښیو شرینې پیمانې یوازې د سولې په رنګین ټاټوبي کې موندل کېږي او یوازې سوله د انسانانو د بختور ژوند چارې د روښانه سباوون په غېږ کې د خوشحالۍ د لمر له وړانګو سره یو ځای کولی شي. یوازې سوله ده چې بشر ته د نېکمرغۍ د خوږو جامونورنګینې پیمانې وړاندې کوي، د واقعي نېکمرغۍ، یووالي او سوکالۍ په لار یې سمولی شي.

همدارنګه یوازې سوله ده چې انسانانو ته د غوره او مخکښ ژوند له خوښیو ډک نظام ډالۍ کوي، په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، ټولنیزو او هراړخیزو ډګرونو کې یې لاسنیوی کوي او د رنګینو پلوشو یو داسېروښانه چاپېریال ته یې ورسره بیايي چې هر لوري ته یې د زرین څرک ویاړلي مشالونه د رڼایۍ په نڅا بوخت وي او بختور انسانان یې د رڼاګانو له نعمت څخه برخمن کېږي.

اصلي خبره دا ده چې زیاتره انسانان په دې پوهېږي چې سوله د ژوند یو قیمتي جوهر دی نو څنګه کېدای شي چې بشر او په ځانګړي توګهافغانان د تاريخ په دې حساس پړاو کې د دې ګران بها جوهر په لاسته راوړلو کې د بري سرحد ته و رسېږي او هغه مورچلونه فتح کړي چې ټولنې ته یوازې سوله، یووالی او خوښي راوړي او د جګړو د بدرنګیو مخنیوی کوي؟

زما په اند د سولې د تامین په اړه عملي فکر کول داسې یوه اړتیا ده چې نن ورځ د زیاتو هغو خواخوږو اړخونو سره مطرح ده چې د دې هیواد د جنګ ځپلو وګړو لپاره د یو پرتمین ژوند د موندلو په هڅو لګیا دي. له همدې کبله راځئ چې ټول په ګډه د دې مهمې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره هلې ځلې وکړو، د خپل توان، وړتیا، نفوذ او اغیزې په اندازه په خپله ټولنه کې د عملي سولې د لاسته راوړلو لپاره رښتنې او هراړخیزې هڅې پيل کړو. همدارنګه که مو تر اوسه پورې دغه هلې ځلې پیل کړي وي ، نو د پراختیا او سمون په لاره یې سمې کړو او په اخلاص کار ورته وکړو. په یقین سره ویلای شم چې د افغاني ټولنې هغه پوهنیز روشن فکره قشر چې په پوهه سمبال دي، په دې لاره کې تر ټولو سترمسوولیت لري څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه قیمتي جوهر په عملي ډګر کې پلی کړي.

په جګړه ځپلي افغانستان کې د سراسري سولې د تامین لپاره که دغهلاندې ټکو ته جدي او ریښتنې پاملرنه وشي نو له شک څخه پرته چې ګټورې پایلې به ولري:

لومړی: راځئ په خپل منځ کې داسې ژمنه او هوډ وکړو چې هر افغان د خپل وس سره سم، د خدای د رضا د حصول او له بدمرغیو څخه د افغان ولس د خلاصون په لاره کې مټې را ونغاړو او د واقعي سولې د راوستلو له بهیر سره یو ځای شو.

دویم: هر فرهنګپال افغان هغه که دیني عالم وي، ټولنیز شخصیت وي،لیکوال وي، شاعر وي، ژورنالیست وي، نطاق وي، ملا امام وي او یا قومي مشر وي نو لږ تر لږه د سولې په هکله د یو مطلب په لیکلو، لوستلو، تبلیغ کولو، خپرولو او د خلکو د پوهولو په لاره کې عملا ونډه واخلي او د ملي یووالي په چوکاټ کې دې هېواد ته  د سولې د راستلو بهیر ګړندی کړي.

دریم: هر هغه افغان چې د لانجې په مختلفو اړخونو هر څومره اغیزه درلودلی شي نو له خپلې اغیزې څخه دې کار واخلي څو هغوی په هېواد کې د رښتینې سولې راوستلو ته و هڅوي. ټول په یووالي سره د سولې د راوستلو په لاره کې د لانجې ښکیلو اړخونو ته د پخلاینې کچکول په لاسو نیسو، د خپل ځوریدلي اولس حال ورته تشریح کړو او نور یې په دې ړنګ هیواد کې د تاوتریخوالي له ډېروالي څخه په کلکه منع کړو. همدارنګه ننواتې ورشو، خپله یوه لیکنه ور ولېږو او په هغو ګواښونو یې پوه کړو چې افغانستان، افغانانو، سیمې او زموږ شړیدلې جونګړې ته د جګړې، تاوتریخوالي او بدبختیو له کبله متوجه دي.

څلورم: راځئ چې د خپل وس، ونډې او اغیزې په اندازه د هغو خبريرسنیو ټوله پاملرنه د سولې خواته را واړوو چې ورسره کار کوو، ورسره پیژنو او یا اغیزه ورباندې لرو. باور لرم چې په دې لاره کې د خواخوږو لوریو بیا بیا غوښتنه، ژړا، اسویلي، سلګۍ، ننواتې او ګډ کار به هرو مرو یوه داسې روښانه پایله له خپل ځان سره ولري چې په هېواد کې د هراړخیزې، ډاډمنې او رښتنې سولې د ټینګښت په لاره کې موثره تمامه شي.

پنځم: راځئ چې هېواد ته د سولې د راوستلو په داسې یو میکانیزم توافق سره وکړو چې موخه یې یوازې او یوازې په ځورول شوي، ځپل شوي، وران او ویجاړ افغانستان کې د هراړخیزې سولې تامین، افغانانو ته د خوښیو راتګ او د پرمختګ په لاره د خپل هېواد برابرولوي. د دې میکانیزم لپاره که له تاسو ښاغلیو سره هر ډول طرح، نظر او یا وړاندیز وي، نو د خدای (ج) د رضا د حصول، د ټوکر ټوکر افغانستان د بیا رغونې او د دې ځپل شوو خلکو د نجات په خاطر یې له هغو اشخاصو او اړخونو سره شریک کړی چې د همدې موخې لپاره په هڅو لګیا دي څو ټول په ګډه د یوې پرمختللې افغاني ټولنې په جوړېدو کې برخه واخلو. ډاډمن یم چې تاسو به مخکې له دې هم په دې هکله خپله ونډه ادا کړې وي، اوس به هم په هیواد کې د سولې د راوستلو په هڅو لګیا وی او په راتلونکي کې به هم هوډ لری چې په دې لاره کې کار وکړی خو په دې هکله  د یو ګډ اقدام لپاره بیا هم خپله غوښتنه تکراروم او ستاسو ښاغلیو پاملرنه ورته را جلب کوم.

شپږم: راځئ ټول په ګډه له دې تاریخي فرصت (د سولې د مشورتي لویې جرګې) څخه استفاده وکړو او د سولې دغه اوچت شوي غږ ته پهلبیک ویلو سره سره هغه ته پراختیا ورکړو چې د افغانستان د نجات لپاره د مختلفو لوریو له لوري زمزمه کېږي. که نور نه وي نو لږ تر لږه د یو پراخ او اغیزمن کمپاین په لړ کې یوازې د سولې د آواز د اوچتولو لپاره د خپل ژوند یوه برخه ځانګړې کړو. په دې موده کې د خپلو ټولو مطبوعاتو، رسنیو او لیکنو پاملرنه د سولې د راوستلو د تبلیغاتو په لاره کې په کار ولګوو او هغه د دیني، ملي، ټولنیزو او هر اړخیزو اړخونو له زاویې څخه تشریح کړو، ښکېلو اړخونو، اړوندو ملي او نړیوالو اړخونو ته یې ورسوو.

اووم: نا امیدي او نهیلي د ناکامو پرګنو کار دی، افغانان لکه څنګه چې د آزمونونو او سختیو په مختلفو دورو کې یې په ستونزو بریالي شوي او د نجات لاره یې موندلې، باور لرم چې افغانستان ته به د سولې د راوستلو په لاره کې هم بریالیتوب مومي او خپل هېواد ته به د سولې د راتګ هیله په عملي ډګر کې پلې شوې ګوري. زما په اند دغه چاره په یو شکل شونې ده هغه دا چې د هېواد ټولې فرهنګي کړۍ، لیکوالان، ژورنالیستان، شاعران، پوهان، دیني عالمان، بزګران، قومي مشران،سیاستوال، د جنګي ډلو مشران، ټولنیز شخصیتونه او عام وګړي په افغانستان کې د سولې د تامین رښتینی ملاتړ وکړي. د فرهنګي کړیو مسوولیت په دې لاره کې له ټولو نورو اړخونو څخه دروند او اغیزمن دیڅو له جګړې، تاوتریخوالي او لانجو څخه د سولې، بیا رغونې، تعلیمي پراختیا او نیکمرغۍ خواته د خلکو د اذهانو د جوړولو په لاره کې خپله ملي وجیبه او اسلامي رسالت ادا کړي. مطبوعات کولای شي چې د ټولنې د وګړو مسیر ته مثبت بدلون ورکړي او په داسې لار یې برابر کړي چې ټولنې ته د یووالي، خوښۍ او نېکمرغۍ له زېرمو څخه مالامال وي. د سوله پالو افغانانو د یووالي هر غږ، هره لیکنه، هر تبلیغ او هر زړه سواندی مطبوعاتي عمل په دې لاره کې برخلیک ټاکونکی رول لوبولی شي چې د خپلې ټولنې د سمون، سولې او روغې جوړې د تامین لپاره یې پورته کوي.

آتم: دغه کلیمات چې ستاسو قدرمن حضور ته وړاندې شول یوازې د یو داسې درمند زړه آواز دی چې خپله ټولنه د سولې د وړانګو تر چتر لاندې د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسول غواړي او هر افغان ته په خپل هېواد کې د ښه ژوند او خوښۍ د برابرولو په تکل پسې ستړی دی. خپله لیکنه د قرآن کریم د یو آیت په ترجمه سره پای ته رسوم لکه چې لوی خدای فرمایلي دي:

( او سوله ښه ده)