خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مظلوم ولس بېغوره حکومت

‎لیکوال: حکمت الله نورزی

 ‎حکومت څومره د ولس د هیلو پوره کولو ته ژمن دی؟

‎د هېواد په هر ګوټ کې چې دوه کسه سره کښېني بس همدا یوه موضوع د خپل بان‌‌‌‌‌‌ډار اجن‌‌‌‌‌‌ډا کړي سوله ان تر دې په زیات شمېر ولایتونو کې خلکو لاریونونه وکړل او د سولې لپاره یې غږ اوچت کړ، راشئ اعتراف وکړو چې ولس نور له دې غولونکو خبرو او دروغجنو سیاستونو ستړی شوی د افغان ولس تر ټولو لومړنی د ژوند ارمان اوس سوله ده .

 ‎خو دلته ستونزه دا ده چې حکومت سولې ته ژمنتیا نه ښائي ولس سوله غواړي خو د حکومت دې وروستیو کړنو ته که وګورو نو بیا بل انځور ورکوي د بېلکې په توګه د هلمند او لن‌‌‌‌‌‌ډ دا د تېرې ورځې بمبارد په نرخ کې چې مرګ ژوبله یې ولس ته اړولې.

 ‎ولس په داسې حال کې چې، د تنکیو بچیانو جنازې یې مخې ته ایښي وې خو پر ژبه یې د سولې غږ اوچت کړی وو د دې لاریونونو او اعتراضي حرکت همدغه یوه هیله او یو شعار ؤ چې نور د افغان ولس قتل عام بس دی.

‎که څه هم د ستراتېژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په خپله نوې څېړنه کې چې پایله یې ولس سره شریکه کړه ویلي اویا سلنه هېوادوال د حکومت پر صداقت باوري نه دي او دوی باور لري چې حکومت سولې ته ژمن نه دی. ‎د دې تر څنګ چې حکومت د سولې په برخه کې بې غوره دی ورسره دولتي تشکیلات د خپل نیم ژوندې واک د دوام لپاره قرباني کوي.

‎او پر داسې اجنډاو بوخت دی چې د ولس برخلیک بدلولای نه شي، که په هغو کې د بدلون تصور کېدای شي هغه هم په هېواد کې نا امنۍ او د دې مظلوم ولس وژنې دي.

 ‎هیله لرم حکومت به د ولس او نظام تر منځ دا لویه بې باوري او لوي رامنځته شوی واټن له منځه وړي او سولې ته به د سر نه د چوکۍ په قربانۍ سره افغانان نور د دې مرګوني سوړ باد له غمه خلاصوي