ډهلي کپيټلز ډېره سخته لوبه وګټل.
په هندي پرېمیيرلیګ کي (۴۰مه) لوبه د راجسیتان رویالز او ډهلي کپيټلز تر مینځ وه، چي د (۶) ویکیټو په توپیر د ډهلي لوبغاړو وګټل.
دا لوبه ځکه سخته وه، چي د راجیستان لوبغاړو (۱۹۴) هدف ډهلي ته ورکئ، د هغو په لوبغاړو کي (اجینکیا رهانې ۱۰۵ او سټیو سمیت ۵۰) منډي وکړلې.
کله چي د ډهلي لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې په (۱۹،۲) آوره کي د (۴) ویکیټو په بایللو سره ور پوره کئ او لوبه ئې د ۶ ویکیټو په توپیر وګټل.
د دوی په لوبغاړو کي (ریشب پنټ ۷۸ او شیکهر دهون ۵۴) منډي وکړلې.
دا چي ریشب پنټ په سخت وخت کي ډهلي ته لوبه ور وګټل، نو ځکه د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو.
پاته دي نه وي، چي ډهلي کپيټیلز تر (۱۱) لوبو وروسته اوس د جدول په اول مقام کي (۱۴) نمرې او راجیستان رویالز په اووم مقام کي تر (۱۰) لوبو وروسته (۶) نمرې لري.