روسیه به د افغان سولي لپاره د چین او امریکا کوربه وي.
روسیه به د افغان سولي لپاره د چین او امریکا کوربه وي.
په کابل کي د روسيې سفارت په خپره کړې اعلاميه کي خبر ورکړی چي د افغان سولي په تړاو به راتلونکې پنجشنبه مسکو د چین او امریکا د درې اړخیزي غونډي کوربه وي.
په اعلامیه کي ویل سوي چي په دغه غونډه کي به د یادو هېوادونو ځانګړي استازي د افغانستان پر روانو حالاتو، د ملي پخلایني پر بهیر او په دوحه کي د امریکا او طالب استازو ترمنځ د خبرو پر څرنګوالي به خبري وکړي.
د اعلاميې په حواله یاده ناسته یو خاص نوښت نه بلکي د افغان سولي لپاره د نړیوالو شرایطو د جوړولو یوه هڅه ده.