په کندهار کي شاوخوا یونیم ټن چاودېدونکي مواد له درو کسانو سره یو ځای نیول سوي.
په کندهار کي شاوخوا یونیم ټن چاودېدونکي مواد له درو کسانو سره یو ځای نیول سوي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چي د پوليسو ځانګړو ځواکونو ددغه ولایت پر باي پاس سړک چاپه وهلې چي له امله یې په پارسلونو کي ځای پر ځای سوي د وسله والو يو نيم ټن چاودېدونکي توکي نيولي دي.
بارکزي وویل چي وسله والو غوښتل له دې چاودېدونکو توکو څخه په کندهار کي د لويو بريدونو لپاره کار واخلي چي د پوليسو په عملياتو کي له دريو کسانو سره يو ځای ونیول سول.
وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.