په زابل کي د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل سوي او ۱۷ نور ژوندي نيول سوي دي.
په زابل کي د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل سوي او ۱۷ نور ژوندي نيول سوي دي.
پوځي چارواکي وايي دغه عملیات د زابل په نوبهار او اټغر ولسوالیو کي کمانډو ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس ترسره کړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحيی علوي وایي چي په ترسره سويو عملياتو کي ۸ وسله وال وژل سوي، ۵ ژوبل سوي او ۱۷ نور له يو شمېر جنګي وسايلو سره يو ځای نيول سوي دي.
طالب وسله والو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.