ګل آغا شیرزي يو شمېر سياسي ګوندونه د سولي پروسې په سبوتاژ کولو تورن کړل.

ګل آغا شیرزي يو شمېر سياسي ګوندونه د سولي پروسې په سبوتاژ کولو تورن کړل.
ګل آغا شيرزي په کندهار کي د سولي اړوند يوې غونډي ته وویل چي يو شمېر سیاسي ګوندونه د سولي پروسه سبوتاژ کوي او په وینا ئې ځیني نور سياستوال بيا د خپلو شخصي ګټو په خاطر د جګړې د درېدو لپاره ږغ نه پورته کوي.
شېرزي د سولي پروسه د هېواد د نجات لپاره یوه حیاتي پروسه وبلل او غوښتنه ئې کړې ترڅو ټول افغانان د سولي د پیاوړتیا لپاره لاسونه سره ورکړي.