خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خلیلزاد پیغام: را پاځئ

واحد فقیري

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د خارجه وزارت خاص استازی زلمي خلیلزاد یو لنډ ویډیويي پيغام خپور کړی دی. پدې پیغام کي خلیلزاد د افغانستان څلوېښت کلن تاریخ ته ځیني اشارې هم کړي دي. که څه هم په روان اتلس کلن امریکايي دوران کي خلیلزاد ځیني اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو یاد کړي دي، خو هغه اعتراف کوي چي زیات سیاسي او اجتماعي مشکلات لا موجود دي.

د خلیلزاد د خبرو یوه مهمه برخه دا ده چي هغه وايي د بین الافغاني خبرو په برخه کي «جدي ګامونه» نه دي اخیستل سوي. او «اور بند» نه دی ټینګ سوی.

البته د خلیلزاد په خبرو کي تر ټولو مهمه او حیاتي مسله دا ده چي خلیلزاد پر ټولو افغانانو باندي ږغ کوي چي د سولي لپاره سره راغونډ سي،‌ او «فعاله» سي. هغه وايي چي هر تک تک افغان باید د سولي په برخه کي خپله وظیفه تر سره کړي. هر څوک باید د خپلو ملګرو او حتی «فامیل» سره د سولي په برخه کي فعاله سي. ګرده باید د سولي «ناره» پورته کړي.

د خلیلزاد پدې پیغام کي د افغانانو لپاره د سیاسي بسیجېدو او فعالېدو یو څرګند پیغام نغښتی دی. دا چي نن ورځ د امریکا خاص استازی پر افغانانو باندي د راغونډېدو او بسیجېدو ږغ کوي، دا د دې مانا ورکوي چي د عمل او ګډ کار وخت رارسېدلی دی. ځکه د افغانستان په روانه کشاله کي یوه مهمه کمبودي د افغان خاموش اکثریت د آواز نه شتون دی. دې څرګندي کمبودي د افغان برحقه داعیه ډېره ضعیفه کړې ده. دا کمبودي هله لیري کیدلای سي چي زلمی نسل خپل مسولیت او رسالت ادا کړي، او د مبارزې میدان ته راودانګي.

د خلیلزاد پدې پیغام کي بله د پام وړ خبره دا ده چي داسي برېښي چي خلیلزاد له اشرف غني څخه سخت مایوسه سوی دی، او اوس يې د افغان ولس بسیجېدو ته مخه کړې ده. ځکه څرګنده خبره ده چي ارګ د سولي په لاره کي لوی خنډ دی. د قطر د مجلس ځڼډولو دا وښوده چي ارګ په هیڅ وجه سوله نه غواړي. همدا وجه ده چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د قطر د بین الافغاني خبرو «د ژر تر ژره» شروع کېدو ږغ کړی دی. د مایک پامپیو او خلیلزاد پيغامونه دا ښيي چي د سولي او ثبات په برخه کي د اشرف غني د ټال چال په مقابل کي د امریکا حوصله ختمه سوې ده، او اوس غواړي چي افغان ولس ته مخه کړي.

نو لهذا، موږ باید دا مسله درک کړو، او لدې فرصت څخه د تلپاتي سولي، امن، او ثبات د راوستلو لپاره پوره استفاده وکړه. دا مناسب فرصت باید ضایع نه کړو.

خلاصېدای له دې ښاماره تاسو نه شئ،
دا ښامار وژلای نه شئ
تر څو تاسو را پا نه څئ.

(مجروح)