خلیلزاد د افغانستان په اړه د عمران خان د وروستیو څرګندوونو هر کلی کړی.

خلیلزاد د افغانستان په اړه د عمران خان د وروستیو څرګندوونو هر کلی کړی.
د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هغه څرګندووني ستایلي چي په افغانستان کي ئې د نه لاسوهني په ارتباط کړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چي د افغان سولي سره به کلکه همکاري کوي او په افغانستان کي به هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
تر دغه څرګندوونو وروسته زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر د عمران خان خبري ستایلي او له هغه څخه ئې مننه کړې.