بارسلونا د هسپانيې لالیګا وګټل.
د هسپانيې د تاریخ مشهوره کلب بارسلونا د لېوانټې څخه ۱ پر صفر لوبه وګټل، چي په دې سره ئې د (۲۵) ځل له پاره د داغه هیواد د لالیګا قهرمانان سول.
بارسلونا چي پروسږ کال هم دا لیګ ګټلی وو، سږ کال ئې داسي وګټئ، چي ۳ لوبي ئې لا په داغه لیګ کي پاته دي.
د هسپانیې د لالیګا په تاریخ کي یوازي ریال ماډریډ تر دوی ډېره لالیګا ګټلې، ځکه هغوی (۳۳) واره دا لیګ ګټلی او اته لالیګاوي تر بارسلونا زیات لري.
د یادوني وړ ده، چي په دې لیګ کي سږ کال لیونل مېسي په ګولونو کي تر نورو لوبغاړو دمخه دئ.