ډهلي کپيټلز د IPL سیمي فاینل ته و وتل.

په هندي پرېمييرلیګ کي (۴۶مه) لوبه د ډهلي کپيټلز او چلېنجرز بېنګلور تر مینځ وه، چي د (۱۶) منډو په توپير ډهلي وګټل، چي په دې سره د IPL سیمي فاینل با (پلې افس) لوبو ته تر (۲۰۱۲)م کال را وروسته په لومړي ځل سیمي فاینل ته و وتل.
په دې لوبه کي اول بېټینګ ډهلي لوبغاړو وکئ او په شل آوره کې RCB ته (۱۸۸) هدف ورکئ، خو کله چي د RCB لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې ور پوره نه کئ، ځکه دوی په شل آوره کي د (۷) ویکیټو په بایللو سره (۱۷۱) منډي وکړلې او لوبه ئې د (۱۶) منډو په توپیر بایلل.
د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی د ډهلي (شیکهر دهون) و ټاکل سو.