د هند په IPL کي KKR ډېره جالبه لوبه وګټل.
د هندي پرېمييرلیګ (۴۷مه) لوبه شاید د دې فصل په بېټینګ کي تر ټولو جذابه لوبه سي، ځکه په دې لوبه کي (KKR) و ممبی اينډيينز ته (۲۳۳) هدف ورکئ، چي دا د IPL د تاریخ دوهم لوی هدف دئ.
په دې لوبه کي چي اول بېټینګ کې کې آر وکئ، د دوی له پاره (انډري رسېل) په (۴۰) باله (۸۰) او (شوبمان ګیل) په (۴۵) باله (۷۶) منډي وکړلې.
خو کله چي د ممبی لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو تر ډېره ئې امکان وو، چي هدف پوره کړي، ځکه د ممبی په لوبغاړو کي (هاردیک پانډیا) په (۳۴) باله (۹۱) منډي وکړلې، خو کله چي دی اوټ سو، نو ممبی هم لوبه د (۳۴) منډو په توپير پر کې کې آر بایلل.
په دې لوبه کي غوره لوبغاړی (انډري رسېل) و ټاکل سو او اوس کې کې آر د جدول په پینځم مقام کي (۱۰) نمرې او ممبی اینډيينز په درېیم مقام کي (۱۴) نمرې لري.