د هسپانيې په لالیګا کي ریال ماډریډ لوبه بایلل.

د هسپانيې د لالیګا په (۳۵مه) اونۍ کي ریال ماډریډ د رایو وایکانو سره د هغو په (رایو وایکانو) سټوډیوم کي لوبه درلودل، چي ۱ پر صفر ئې د مېلمه کلب ریال څخه وګټل.
د دې لوبي په (۲۳مه) دقیقه کي پر ریال یوه فینالټي را و وتل، چي د وایکانو (اډرييَن ایمباربا) ښه ګول کړه او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه، چي بیا وروسته د یوه کلب له خوا هم ګول نه دئ لګېدلی او لوبه داغسي ۱ پر صفر د وایکانو په ګټه د (۱۳۲۷۳) مینه والو په موجودیت کي خلاصه سوه.
پاته دي نه وي چي ریال د جدول په درېیم مقام کي (۶۵) نمرې او وایکانو په (۱۹مه) مقام کي (۳۱) نمرې لري او ۹۰فیصده امکان لري، چي د لالیګا څخه د فصل په پای کي اوټ سي.