خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د پښتون ژغورني غورځنګ په اړه د ولسي تحریک اعلامیه

پښتنو ځوانانو ته خواست:
ګرانو ورڼو او خویندو تاسوښه پوهیږی دکله راهیسی چی د بارګزو وروڼو د خیانت اوملی ناموس ته دبی پروایی په سبب دافغانستان د ژمی پلازمینه د پیښورښار او نوری متعلقه علاقی د سلطان محمد طلایی څخه بی جنګ او جګړی سیکانو ونیولی او دا کرغیړنه پروسه د یعقوب خان او عبدالرحمن خان دګندمک او ډیورنډ لاین په معاهدو پای ته ورسیده، دهغی ورځی راهیسی دمحکومی پښتونخوا خوندی او وروڼه د غم پر تغر ناست دی.
دپردیو د محکومیت دهغی لمړۍ ورځی راهیسی بیا تر نن پوری ددی محکومو پښتنو او بلوڅو سر،ناموس،عزت اومال د اشغالګرانو دخوا لوټیږی.
په دی اوږده زمانه کښی د کابل دواکمنانو د جملی څخه ځینو په مقطعی ډول د خپل شخصی واکنۍ د ټینګښت په خاطر په عوام فریبانه ډول د څه وخت د پاره د پښتنو او بلو څو دحقوقو ددفاع ناره پورته کړیده.
خودافغانستان عام پښتون کله هم د محکوم پښتونستان پښتانه او بلوڅ وروڼه هیرکړی ندی همدا علت دی چی د کابل واکمنانو یوه هم دا جر ئت ندی کړی چی په ښکاره او رسمی ډول ډیورنډ لاین ومنی ځکه د عام ملت د قهره څخه بیریږی .
د افغانستان هر پښتون چی په رښتیا هم د خپل پلار اوموراولاد وی نو دمحکوم پښتونستان ولس خپل وروڼه او خویندی بولی او د هغوی په غم اودرد کښی په رښتنی معنا ځانونه شریک ګڼی .
دتاریخ په اوږدو کښی دپښتونخوا پاکښی خاوری مخصوصاً دمحکومی پښتونخوا سپیڅلی خاوری داشغالګرو دظلم پر ضد دپیر روښان،حداد، جلاله،خوشحال خان،ایمل خان،دریا خان،پاچاخان، خان شهیدصمد خان،فقیر ایپی میرزا علی خان،ملا پونده او داسی نورو په شان په زرګونو نوم ورکی اتلان د مبارزی میدان ته وړاندی کړیدی.
بیټ نیکه ویلی دی: (د پښتون نغری بی سکروټی نوی)
دبیټ نیکه د قول مطابق نن بیا د پښتون دنغری سره سکروټه منظور پښتون او دده ملګری دی چی رڼا او سرو بځرکویی دپنجابی اشغالګرانو د سترګو خوب تښتولی دی…
منظور پښتون ،علی وزیر ،محسن داوړ او ددوی نور ملګری د پنجاب د بی انتها ظلم او وحشت په مقابل کښی راپورته شوی دی اودخپل ملت دپاره خپل ابتدای انسانی او بشری حقوق یعنی د ژوند حق غواړی .
دپنجابی څخه د پنجاب د خپل نافذ قانون مطابق د پښتون د پاره د ژوند د حق غوښتل پنجابی فوځ په قهر کړیدی او د پی ټی ایم په ملګرو یی تور پوری کړی دی چی تاسو ته دهند د ( را) او دکابل اداری امنیت ملی پیسی درکوی.
پاکستانی فوځ ته دا ښه معلومه ده چی د کابل په اداره کښی داسی نر نشته چی د پښتونستان نوم د خپل میرمنی سره په بستره کښی واخلی،هغوی چی په جی ایچ کیو کښی دراحیل شریف څخه د خپل اقتدار د بقا خواست کوی،هغوی چی یوبل پدی تورنوی چی ډیورنډ لاین یی په اویا میلونه ډالره خرڅ کړیدی اوداسی نور … داخلګ به داسی خوب هم ونه وینی چی د خپل ژوند یوه لحظه او یوه پیسه د محکومو پښتنو ددفاع په لاره کښی مصرف کړی.
داچی د کابل اداره پی ټی ایم ته مالی مرسته ورکوی دا دپی . ټی .ایم د مبارزینو د ځپلو د پاره دپنجابی فوځ یوه بی اساسه بهانه ده او بس.
دافغانستان پښتنو ځوانانوتاسو ته دا وایم چی د پښتونستان هره مور او خور ستاسو خور اومورده،هر سپین ږیری یی ستاسود پلارحیثیت لری اوهرځوان یی ستاسو ورور دی،دپښتونستان ناموس ستاسو ناموس دی.
داسلام د مقدس دین اود پښتواو پښتونولۍ دقان مطابق دخپل سر،ناموس ،عزت او مال څخه دفاع مقدس جهاد دی.
نوراشی دخپل دین اوآیین(اسلام او پښتو) مطابق دخپل سر،ناموس،عزت او مال ددفاع په خاطر (د لراوبرافغان ژغورنی غورځنګ) جوړکړو.
یوداسی ستر ملی پاڅون ایجاد کړی چی دمنظور پښتون او د پی ټی ایم د ملګرو هر چغه ورغبرګه کړو.
په منطقه او نړۍ کښی داسی مدنی حرکات اوملی مقاومت ایجاد کړوچی دلاریونو،پرلتو او سوشل میډیا دلاری دپنجاب جزګران مجبورشی چی د پنجاب پر ظالمانو فشار راوړی چی پر پښتنو او بلوڅو دا بی انتها ظلم بند کړی اودملل متحد دمنشور مطابق دهغوی سیاسی او انسانی حقوق هغوی ته ورکړی.
ای دمیرویس نیکه لمسیانو او دلوی احمد شاه بابا بچیانوکه دتاریخ پدی حساسه لحظه کښی بی تفاوته پاتی شوی اویا مو په ډول ډول بی معنی دلیلونو او بهانو ځانونه دمبارزی د میدان څخه پټ کړل او دمنظور پښتون اودپی ټی ایم دملګروداسی ملاتړ مو ونکړی لکه څنګه چی دیو ورور پر بل ورورحق وی نو تاریخ به مو معاف نکړی.
پردی مقدسه لار د جهاد کولو په خاطر دمجاهدینو په انتظار یو.
ومن الله توفیق.