د ناټو ملکي استازی وايي افغان سولي او د ولسمشرۍ ټاکنو ته دي لومړیتوب ورکړل سي

په کابل کي د ناټو ملکي استازی وايي افغان سولي او د ولسمشرۍ ټاکنو ته دي لومړیتوب ورکړل سي.
په کابل کي د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي هیله څرګنده کړه ترڅو په قطر کي د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د بین الافغاني لغوه سوې ناسته بیا ترسره سي.
نوموړي د سولي پروسه سخته وبلل او په دې برخه کي ئې د نرمښت د غوښتني ترڅنګ د افغان سولي د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.
نیکولاس کي پر افغان ټاکنو کمېسیون هم ږغ وکړ چي د ولسمشرۍ انتخاباتو وړاندي دي د ولسي جرګې ټاکنیزي ستونزي حل کړي