زلمي خلیلزاد نن په قطر کي د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیري سره پر افغان سوله خبري کړي.
زلمي خلیلزاد نن په قطر کي د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیري سره پر افغان سوله خبري کړي.
که څه هم د خبرو ډیر جزیات نه دي ورکړل سوي، خو د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیري رتنولیستاري ویلي چي د افغانستان د روان بحران د حل لپاره به د سولي مذاکراتو سره خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي.
دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ ریتنولیستاري په دوحه کي د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملاعبدالغني برادر سره هم لیدلي دي.
بلخوا ویل کیږي چي نن به په دوحه کي د امریکا او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو خبري هم پیل سي.