خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

بارسلونا د لېورپول تر ماتي وروسته د چمپېنزلیګ ګټونکي کېدلای سي.

د چمپېنزلیګ سیمي فاینل رفت لوبه د بارسلونا په کورني سټوډیوم (کېمپ نو) کي وه، چي ۳ پر صفر بارسلونا وګټل او په دې سره (۹۰٪) امکان لري، چي بارسلونا چمپېنزلیګ وګټي، ځکه فاینل ته یا ټوټینهام وزي او یا آیاکس، چي یو هم د بارسلونا څخه د لوبي ګټلو توانايي نه لري.
په دې لوبه کي د بارسلونا له پاره اول ګول د لېورپول پخواني لوبغاړي (لوويز سواریز) په (۲۶مه) دقیقه کي پر خپل پخواني کلب ولګوی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه.
اوله نیمايي په داغه نتیجه سوه، خو په دوهمه نیمايي کي د لېورپول پر زوروري لوبي سربېره بیا هم د بارسلونا (لیونل مېسي) په (۷۵یمه) دقیقه کي یو ګول لېورپول ته ورکئ او لوبه ئې ۲ پر صفر کړل، خو تر دې ګول (۶) دقیقې وروسته ئې یو ازاد بال په ډېر مهارت پر لېورپول ګول کئ او لوبه ئې ۳ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه د دوی په ګټه د (۹۸۲۹۹) تماشاچیانو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي د دې دوو لوبډلو تر مینځ برګشت لوبه را روانه سه شنبه ۱۱:۳۰ بجې ده.