چینای سوپر کینګز په IPL کي خپل اول مقام وساتئ!

په هندي پرېمييرلیګ کي اول او دوهم مقام لوبډلو چینای سوپر کینګز او ډهلي کپيټلز لوبه سره درلودل، چي د (۸۰) منډو په توپیر چینای وګټل او د (۱۸) نمرو په درلودلو سره د جدول په اول مقام کي پاته سول، د دې لوبي دمخه کپيټلز او چینای دواړو (۱۶) شپاړس نمرې درلودلې، خو په نیټ رن رېټ کي چینای پر لوړ وه.
په دې لوبه کي اول بېټینګ د چینای لوبغاړو وکئ او په شل آوره کې د (۴) ویکیټو په بایللو سره ډهلي ته (۱۸۰) هدف ورکئ.
کله چي د ډهلي لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې پوره نه کئ، ځکه د دوی ټول لوبغاړي تر اوولسم آوره اوټ سول او په لسو ئې (۹۹) منډي وکړلې او لوبه ئې د (۸۰) منډو په توپير پر چینای بایلل.
د یادوني وړ ده، چي دهوني د دې لوبي غوره لوبغاړی و ټاکل سو.