خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کلکته، حیدراباد او پنجاب د څلورم مقام له پاره لوبیږي.

د هند IPL ګروپي لوبي چي د مارچ پر (۲۳مه) شروع سوي وې، نن او سبا ئې آخیري لوبي کیږي.
د IPL په اتو لوبډلو کي درې لوبډلي (چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز او ممبی) اینډيينز و سیمي فاینل یا (پلې افس) لوبو ته وتلي دي او (رویال چلېنجرز و راجیستان رویالز) له IPL څخه اوټ سوي دي، خو درو لوبډلو کلکته، حیدراباد او پنجاب کي یوه سیمي فاینل ته وتلای سي، دا درې کلبونه یوه یوه لوبه لا به ګروپ کي لري او په نمرو کي هم کلکته و حیدراباد (۱۲) دوولس او (پنجاب) لس نمرې لري.
د کلکتې را روانه لوبه د ممبی اینډيينز سره ده، د حیدراباد دا د چلېنجرز بېنګلور سره او د پنجاب دا د چینای سره ده.
که چیري په ممبی او حیدراباد کي یوه لوبډله هم لوبه وګټي، نو پنجاب ته به ګټلې لوبه فایده و نه کړي، خو که چيري دا دوه کلبونه دواړه لوبي بایلي او پنجاب ئې وګټي، نو بیا ئې نیټ رن رېټ ته کتل کیږی.
پاته دي نه وي، چي حیدراباد او کلکته دواړه پینځوس پینځوس او پنجاب شل فیصده چانس لري.