په هلمند کي لاهم مېرمني د ناسمو دودونو قرباني دي.

په هلمند کي لاهم مېرمني د ناسمو دودونو قرباني دي.
د هلمند د ښځو چارو رئيسه واجیه رسولي وایي مېرمني په دغه ولایت کي د مسلطو دودونو له کبله تر ټولو زیات له تاوتريخوالي سره مخ دي او همدا لامل دئ چي ډير کله د مېرمنو په وړاندي د تاوتريخوالي پېښي پټي پاتېږي.
د هلمند د ښځو چارو رئيسې په ګرشک ولسوالۍ کي د مېرمنو یوې ناستي ته په وینا کي وویل، چي نور باید ټول د ښځو په وړاندي د زور زیاتي د کموالي لپاره مبارزه وکړي.
هلمند سويل کي پروت هغه ولایت دئ چي ګڼي مېرمني ان خپلو لومړنیو حقونو ته لا هم لاسرسی نه لري.