خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

دا زموږ نړۍ

 

لیکوال:جبران خلیل جبران
ژباړن: عصمت الله زهیر

اې! د ورکو روحونو خدایه ته چي خپله په ملایکو کي راګېر یې زما ږغ واوره …
هو! زموږ د لیونیو او سرګردانو روحونو څارونکې زما الفاظو ته پاملرنه وکړه زه یو غېر مکمل هستي یم لاکن د یو کامل قام وګړی یم …
زه د انسانیت د پاشلو عناصرو یوه ټولګه یم ،زه د یو داسي کامل دنیا استوګن یم چي قوانین او ضابطې یې مکمل او تصورات یې د تحریر په دایره کي راتللی سي …
اې ! مالکه نیکیاني یې شمېرل سوي او ګناوي یې تلل سوي دي ، له دې پرته بې شمېره داسی شیان چي د ماښام په تیاروکي د ګناه او ثواب ماورا دي لیکل کیږي او خپریږي …
دلته د ورځي او شپې چلند په موسمي تغیراتو ویشل کیږي ، خورا په دقت ترڅارني او شمېرني وروسته د دودیزه اصولو په زولنو کي تړل کیږي خوړل ، څښل ، ستر پټول ، نوري چاري تر سره رسول، لوبي کول ، سندري زمزمه کول ، نڅیدل ، د ساعت د ږنګ اوریدلو وروسته پټه خوله بیدیدل ، تش د یو ټاکلي شدت په ملتیا فکر کول ، د افق د یوه ځانګړي ستوري په لویدو سره د فکر او سنجش ور پوري کول …
په یوه نرۍ مسکا خپل ګاونډی لوټل ، لاسونه په درناوي خوځول خیرات ویشل، بې ځایه د یو چا ستایني کول، خورا په چالاکي سره پر نورو تورونه تپل ، په یوه ټکي کي د چا ژوند بیانول او چي د ټولي ورځي کارونه تمام سي نو خورا په مکاري سره لاسونه مینځل …
په یو قوي اراده سره مینه کول ، پخپله ځیرکتیا سره څوک خوښ ګرځول، په ساټ او باټ د خدای عبادت کول، د شیطان سره په خورا تودوالي موافقت کول او وروسته هرڅه هېرول ، تر سنجش وروسته د کوم څه تمنا کول ، په خندا ډکه خوله غمجن کیدل او پیاله په دې هیله تشول چي سبا یې بیا ډکه کړې …
اې! خدایه دا ټول څه له وړاندي اټکل سوي وي او زښته په پام سره زیږول کیږي او خورا جدي څارنه یې در، سره کیږي ، د حکومت د قوانینو په ترڅ کي یې څارنه کیږي ، په بېلا بیلو پیلامو یې څارنه کیږي او اخر پای د یوې ټاکلي چاري سره سم هغه حلال کړي ، ښخ یې کړي او د دوی پر خاموشو قبرونو هم کوم چي په انساني زړونو کي ځای لري نخښي څرګندي کړي …
اې ! خدایه دا دی زموږ کاینات ، زموږ متمدنه او مهذبه نړۍ چي له عجایباتو ډکه ده …
دا د قادر مطلق د باغ پوخ ثمر او د هغه غوره تمنا لاکن اې خدایه زه دلته ولي یم …
زه چي د ناکامو هیلو یو پوچ زڼی یم
زه چي یو سرګردانه توپان یم
د یوې ریچې ، ریچې سیاریې ټوټه چي په بادونو بادیدلې وي نه ختیځ لټولی سي او نه لویدیځ …
اې! د ورکو سوو روحونو خدایه ته چي خپله د ملایکو په ګڼه ګوڼه کي ورک یې ، راته ووایه زه دلته د څه لپاره یم .