په کندهار او زابل کي ۹ وسله وال وژل سوي دي.

په کندهار او زابل کي ۹ وسله وال وژل سوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي افغان ځواکونو د کندهار په خاکرېز او د زابل په شینکۍ ولسوالیو کي عملیات کړي چي پر مهال ئې ۹ وسله وال وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کي ویل سوي چي د وسله والو ۳۴ کړۍ ماینونه هم لمنځه وړل سوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.