نن به زلمی خلیلزاد له طالبانو سره تر یوې لنډي وقفې وروسته بیا خبري پیل کړي.

ټاکل سوې ده چي نن به زلمی خلیلزاد له طالبانو سره تر یوې لنډي وقفې وروسته بیا خبري پیل کړي.
دغه شپږم پړاو مذاکرات چي په قطر کي د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د تېري پنجشنبې په ورځ پیل سوي وه، پرون د روژې په مناسبت د یوې ورځي لپاره وځنډېدل.
زلمی خلیلزاد وايي چي په دغه دور خبرو کي به ډیر تمرکرز پر بین الافغاني خبرو، د تروریزم پر وړاندي د مبارزې پر تضمین، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او پر هر اړخیز اوربند وي.
بلخوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړې چي وروستي مذاکرات به د لاسته راوړنو ډک وي او دوئ ئې مثبتي نتیجې ته سترګي په لاره دي.