د کرني او مالدارۍ وزارت غواړي په یو شمېر ولایاتو کي د خرما باغونه جوړ کړي.

د کرني او مالدارۍ وزارت غواړي په یو شمېر ولایاتو کي د خرما باغونه جوړ کړي.
د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چي د یوې طرحي پر بنسټ پلان لري ترڅو د راتلونکو پنځو کلونو پر مهال د هېواد په ۷ ولایاتو کي پر ۲۷۰۰ هکټاره مځکه د خرما باغونه جوړ کړي.
رستمي زیاتوي چي په ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز کي د خرما د باغونو لپاره شرایط برابر دي.
د کرني وزارت د ویاند په خبره، له دې کار څخه ئې هدف د زراعت پیاوړتیا او د بزګرانو اقتصادي وضعیت جوړېدا دي.