خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

‎ولس په وینو سور دی ولسمشر د څړ ځاینو غم اخیستی

لیکوال: حکمت الله نورزی

د غني له لوري کلابنده کابل ښاریان له یوې اونۍ وروسته په داسې حال کې ازاد شول چې خلکو له مالي زیان سره سره له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ ول.

خیر په هر حال جرګې د اوربند غوښتنه له حکومت او طالبانو څخه وکړه چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې اوربند وشي خو د جرګې وروسته غني د هلمند د بې ننګۍ پېښه په کندز کې تکرار کړه سم دستي یې د روژې په لومړۍ ورځ د فراه په بکواه کې د تریاکو د کارخانو په نوم کلي بمبار کړه چې قربانیان یې عام ولس و.

خو دلته ولسمشر پر دې ټولو سربېره وائي: «غواړم د هېواد څړځایونه د راتلونکیو شلو نسلونو لپاره خوندي کړم!!» وه مسلمانه انسانان دې ارام کړل چې پاته دا کار شو؟

زموږ لویه بدمرغي همدغه ده چې پر واک مو داسې خلک مسلط دي چې پر ولس ملنډې وهي او ځينې د لالان بیا ورته چکې وهي او همدغه ملنډې بیا د پوهې او نوښت د بېلګو په توګه تبلیغوي.

موږ هره ورځ د اختري پسونه قرباني کېږو ولسمشر مو د څړ ځاینو غم اخیستی وه مسلمانه د کلي سر توري مه بې ستره کوه، جنازې مو مه بمباره وه، کلي مو مه ورانوه موږ دې تر څړ ځاینو تېر یو.

خو واقعیت دا دی چې د ښاغلي غني یوه بېله دنیا ده، په همغو کې ډوب او بوخت دی. د راتلونکیو څو پېړیو د ورشو ګانو په باب خبرې کوي. دې ته نه ګوري چې د ارګ تر دېوالونو ور اخوا د کانکرېټ امنیتي ترتیباتو په منځ کې شل ګامه نشي اخیستلای. وطن په ویر ډوب دی، د مرګونو تور سیوری پرې غوړېدلی، هره ورځ څو ځایه د وطن بچیان په وینو کې پراته وي او میندې یې سر ته ناستې وي ساندې وهي.

خو دی جناب د اتو پېړیو د پروګرامونو دعوې او لاپې وهي نورې ملن‌‌‌‌‌‌ډې مه را وهه د خدایه و بېرېږه .

ارګ مشره نور زمونږ دبي ګناه خلکو وژل راته د زغملو نه دي د دې ملت زغم نور مه ازمایه که تروريزم ځپې دهيواد دباندي پسې ورسه.

موږ نور  سوله غواړو ښاغلی ارګ مشره د سولې پر خلاف جرګه مه جوړوه د خپلو امنیتي مرکزونو خوندیتوب ته فکر وکړه.