نبوي ملغلري: د دوست موندل

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
الْمَرْءُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلْ. رواه احمد والترمذي وابوداؤد والبیهقي
ژباړه: انسان د خپل ملګري پر دین باندي وي نو په تاسو کي چي یو څوک (دوست پیدا کوي) نو ودي ګوري چي څوک دوست ګرځوي.
(یعني کوم شخص چي یو څوک د زړه دوست ګرځوي نو عموماً د هغه نظریات، عادات او عقاید خپلوي نو تاسو هم داسي څوک دوست کړئ چي د هغه عقاید او اخلاق صالح وي
(یعني کوم شخص چي یو څوک د زړه دوست ګرځوي نو عموماً د هغه نظریات، عادات او عقاید خپلوي نو تاسو هم داسي څوک دوست کړئ چي د هغه عقاید او اخلاق صالح وي