خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مک ماسټر: د افغانستان جنګ د دوام ظرفیت لري

واحد فقیري

د امریکا د ملي امنیت د شورا پخواني مشاور جنرال مک مسټر ویلي دي چي د افغانستان جنګ د دوام ظرفیت لري، خو په امریکا کي د شکست عام ذهنیت او روحیې د افغان دجګړې کوښښونه زیانمن کړي دي.

مک مسټر د امریکا د جنګي ماشین هغه بې اعتباره او رټل سوی جنرال دی چي ټرمپ یې دېته تشویق کړ چي افغانستان ته اضافه عسکر واستوی. خو وروسته ټرمپ د مک مسټر له ماشومانه مشورو څخه ستړی سو، او مک مسټر یې له سپيني ماڼۍ څخه په ‌‌‌‌‌‌ډیر وقاحت پسي واخیست.

ټرمپ به په سپيني ماڼۍ کي د مک مسټر پېښې کولې، او پښېماني به يې کوله چي څرنګه د مک مسټر غوندي یوه شوده او لوده جنرال وغولوی. ټرمپ مک مسټر احمق او غولن بلی.

جنرال مک مسټر ته باید دا وویل سي چي افغانستان د جنګ دوام ته ضرورت نه لري، بلکي افغانستان سولي، ثبات، او یو مشروع حکومت ته اړتیا لري.

افغانستان د سولي یوې واقعي پروسې ته ضرورت لري، او یو دپلوماتیک حل ته اړتیا لري. او د قطر خبري، البته د ځینو نیمګړتیاوو سره سره، سمه او معقوله فیصله ده.

مک مسټر ته باید دا هم وویل سي چي پدې تیرو اته لسو کلونو کي امریکا خپل ټول نامتو جنرالان افغانستان ته واستول، خو ګرده بګېل سول. د امریکا د نظامي پوهنتونونو ټول اول نمره ګان د افغانستان په جنګ کي امتحان سول، او ګرده یو په بل پسي ناکامه سول.

اوس د دې وخت را رسېدلی دی چي مک مسټر اعتراف وکړي چي د افغان کشاله نظامي حل نه لري، او باید دپلوماتیک حل ورته پيدا سي.