خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

بلخي وايي هیڅ هېواد دي افغان کډوال په زور ایستلو ته نه اړباسي.

بلخي وايي هیڅ هېواد دي افغان کډوال په زور ایستلو ته نه اړباسي.

د افغانستان کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي دغه څرګندووني وروسته له هغه وکړې کله چي د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ، که پر ایران د امریکا لخوا بندیزونه شدید سي، دوی به په خپل هېواد کي مېشت افغان کډوال وباسي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي د هر هغه اقدام مخالف دئ چي جبرا افغان کډوال ستنېدو ته مجبوروي.

نوموړی وايي په خپله خوښه د کډوالو د راتلو هرکلی کوي، په داسي حال کي چي تېر کال تر اووه لکه زیات افغان کډوال .له ایران څخه په خپله خوښه افغانستان ته راغلي او دا لړۍ روانه ده