حکمتیار: پاکستان یو له هغه هېوادنو څخه دی چې له طالبانو ملاتړ کوي
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په لومړي ځل د پاکستان په اړه خپل دريځ څرګند کړ.
نوموړي له یوې خصوصي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د یو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو تر څنګ پاکستان هم د افغانستان له سیاسي مسائیلو سره اړیکه لري او له طالبانو ملاتړ کوي.
ده وویل: “پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان له مسئلې سره اړیکې لري او د دغه هېواد د وضعیت په اړه ځان ته دریځ لري، پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي چې په دې کې هېڅ شک نشته.”
ښاغلي حکمتیار دا هم وویل چې اوس پاکستان ته د افغانستان له جګړې تر ګټې زیان زیات رسېدلی، په تېره بیا اقتصادي ضرر او لېواله دی چې په افغانستان کې سوله راشي.
ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په وار وار سره دغه هېواد له ترهګرو سره په مرسته تورن کړی وو خو ښاغلي حکمتیار هیڅکله د پاکستان په اړه ورته نظر نه و څرګند کړی.
ګلبدین حکمتیار د سولې روانو هڅو ته هیله مند ښکاري او وایي چې دا هڅې به د افغانستان د سولې لپاره رنګ راوړي.